مولوي حمدالله زاهد د اوبو او انرژۍ وزرات د انرژۍ معين په توګه معرفي شو

مولوي حمدالله زاهد د اوبو او انرژۍ وزرات د انرژۍ معين په توګه معرفي شو
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر معتصم بالله له لوري، د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم په اساس مولوي حمدالله زاهد د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ د معين په توګه ټاکل شوی و؛ مسؤلينو او کارکوونکو ته د يوې غونډې په ترڅ کې معرفي شو.
په دې اړه غونډه چې سه شنبه (رجب المرجب۱۸مه/سلواغې ۱۰مه) د اوبو او انرژۍ وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر معتصم باالله د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی له لوري د انرژۍ معين د ټاکنې حکم ولوست او له الله تعالی څخه يې نوموړي ته د ښه خدمت دعا وکړه.
مولوي محمد صابر معتصم بالله وويل چې د هېواد مظلوم خلک له کلونو راهيسې په تکليفونو کې دي او په وينا يې اوس خدمت ته اړتیا لري او موږ ته لازمه ده چې شپه او ورځ په پوره اخلاص خپلو خلکو ته خدمت وکړو، ځکه چې غوره خلک هغه دي چې نورو ته يې ګټه ورسيږي.
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ سرپرست مولوي عبداللطيف منصور نوي ټاکل شوي معين ته په اشارې وويل چې موقف امتياز نه بلکې مسؤليت دی او زياته يې کړه چې موږ باید خپل مسؤليت په اخلاص، صداقت او په ټولو چارو کې د اسلامي شريعت احکامو په پام کې نيولو سره سرته ورسوو.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير به دعا سره پای ته ورسېده.