د کابينې پنځلسمه غونډه؛ له هېواده بهر د افغان زندانيانو خلاصون او کوچيانو ستونزو په اړه بحث وشو

د کابينې پنځلسمه غونډه؛ له هېواده بهر د افغان زندانيانو خلاصون او کوچيانو ستونزو په اړه بحث وشو
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې پنځلسمه غونډه د الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه (رجب المرجب ۱۷مه/ سلواغې۹مه) نېټه ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، ورپسې له اجنډا سره سم د کوچيانو (مالدارو) د ستونزو په اړه تفصيلي بحث وشو او د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دين محمد حنيف په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د ډېرې وچکالۍ ځپلو سيمو کوچيانو (مالدارو) ستونزې وڅيړي او وروستی راپور دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
همدا راز د کابينې په دې غونډه کې بهرنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې نورو هېوادونو کې د افغان زندانيانو په اړه له اړوندو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي او د خلاصون لپاره يې لارې چارې ولټوي.
د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.