د عامه او خصوصي مشارکت د قانون مسودې طرحه تائيد شوه
د عامه او خصوصي مشارکت د قانون مسودې طرحه تائيد شوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د (۹) ګڼې فرمان پر اساس د داخلي تقنيني سندونو د څېړنې کمېټې له څو پرله پسې غونډو وروسته د عامه او خصوصي مشارکت د قانون او طرز العمل مسوده تائيده کړه.
په دې اړه غونډه چې نن دوشنبه (رجب المرجب۱۷مه/سلواغې۹مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوی عبدالباقي منصور وويل؛ د چارو ادارې د داخلي تقنيني سندونو د څېړنې کمېټه پر له پسې هڅې کوي، ترڅو ټول قوانين او طرزالعملونه د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د (۹) ګڼې فرمان پر اساس نهايي کړي.
ښاغلي منصور همدا راز زياته کړه چې د غه کمېټه د قوانينو او طرزالعملونو تعديل د اسلامي شريعت د احکامو په رڼا کې او د اسلامي امارت د پاليسۍ مطابق سرته رسوي.
بايد وويل شي چې يادې کمېټې تر دې وړاندې هم د چارو ادارې لوی رياست د وظايفو د تنظيم مقررې مسودې طرحه، د ملي تدارکاتو قانون، د ارګ د ارشيف لايحه، د سندونو او اړيکو طرزالعمل، له اداري فساد سره د مبارزې قانون، د لوړو رتبه چارواکو د شتمنيو د ثبت او څېړنې قانون او د امارتي چارواکو او کارکوونکو قانون د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د ياد فرمان مطابق څېړلي او تائيد کړي دي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.