د قرارداد ورکړي خبرتيا

د قرارداد ورکړي خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزرات په استازيتوب د معلوماتي ټکنالوژۍ امنيتي تجهيزات او د معلوماتو د مرکز آپګريډ پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/MCIT/1402/NCB/G-04،ده د سمارټ ټيلي کام د مخابراتي سيسټمونو د نصبولو شرکت ته چې د جواز شمېره يې D-32739 ده د مرکز کابل تایمني پروژې مرکز د ستاره اريا هوټل ته مخامخ دريم سرک کې موقعيت لري د( 79,986,550 ) « نهه اويا ميليونه، نهه سوه شپږ اتيازره، پنځه سوه پنځوس» افغانيو په مجموعي قيمت په قرارداد ورکړي.

هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.

ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.