د بهرنيو اړيکو د انسجام رياست مرستيال د (WFP) له استازو سره وليدل

د بهرنيو اړيکو د انسجام رياست مرستيال د (WFP) له استازو سره وليدل
د چارو ادارې لوی رياست د بهرنیو اړيکو د انسجام رياست مسؤلينو د رياست الوزراء مقام د شفاهي هدايت په اساس په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) له استازو سره په ناسته کې د هغوی ستونزې واورېدې او د حل په اړه يې بحث وشو.
دا غونډه چې نن چهارشنبه (رجب المرجب۱۲ مه/ سلواغې ۴ مه) د چارو ادارې لوی رياست د بهرنيو اړيکو د انسجام مرستيال مفتي شمس الرحمن په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند، ماليې وزارت او اقتصادي کميسيون مسؤلينو او د (WFP) او ملګرو ملتونو د بشري هوايي خدمت (UNHAS) استازو ګډون کړی و.
په غونډه کې د خوړو نړیوال سازمان (WFP)استازي د ملګرو ملتونو د بشري هوايي خدماتو مرستيال ګوليام هارل له اقتصادي معاونيت څخه د خاکپولۍ معافیت او په ترازوګانو کې د هغوی له وسایطو څخه د مالیې معافيت له امله مننه وکړه، خو د الوتکو د امنیتي چک په اړه يې خپلې ستونزې شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
غونډه کې د ستونزو د حل په اړه د هر اړخیز بحث وروسته پريکړه وشوه چې یاده موضوع به په هر اړخيزه توګه وڅېړل شي او پايلې به يې راتلونکې غونډې ته وړاندې شي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.