شيرخان بندر-کندز سب سټېشن پورې د برېښنا انتقالي مزي پروژې افرګشايي ترسره شوه

شيرخان بندر-کندز سب سټېشن پورې د برېښنا انتقالي مزي پروژې افرګشايي ترسره شوه
د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست له شير خان بندر څخه د کندز تر سب سټيشن پورې د برېښنا انتقالي مزي د لېږد لپاره د پنځه قلمه برېښنايي تجهيزاتو پروژې افرګشايي غونډه د يو شمېر داوطلبانو په حضور کې ترسره کړه.
دغه غونډه نن چهارشنبه(رجب المرجب ۱۲مه/سلواغې ۴مه) د دې رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د ملي تدارکاتو رياست د سندونو د تعقيب او تحليل آمر مفتي احمد الله نظامي وويل؛ په تېرو دوو کلونو کې داسې پروژه نه ده ترسره شوې، چې د چا حق په کې ضايع شوی وي، اسلامي امارت زمونږ او ستاسو ګډ نظام دی او په دې نظام کې به د چا حق تلف نشي.
همدا راز ښاغلي نظامي زياته کړه؛ ملي تدارکاتو رياست هڅه کوي چې د تدارکاتي چارو د لاښه والي په موخه خپلې چارې لامعياري کړي او همدا راز يې له داوطلبانو وغوښتل چې په پروژو کې کيفيت ته په سمه توګه پاملرنه وکړي او خپل هېواد ته په ګډه او اخلاص چارې سرته ورسوي.