د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د قرارداد د ورکړې خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د کابل ښاروالۍ په استازيتوب د کابل ښار د پنجصد فاميلي پراختيايي پروژې دوهم فاز (D-15-4) پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/KM/1402/W-015/NCB/Rebidده، دوه ګډو ودانيزو شرکتونو «نوی سهاک او سنګر نيازی» چې د لغمان ولايت کارته مامورين مهترلام او د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار پښتونستان واټ، حاجي رئيس پلازه کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت (268،713،462.2) « دوه سوه اته شپېته ميليونه، اووه سوه ديارلس زره، څلور سوه دوه شپېته، اعشاريه دوه» په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.