د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د جدي میاشتې د عمده فعالیتونو راپور

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د جدي میاشتې د عمده فعالیتونو راپور

  1. د گمارني د اسانتیاوو برابرولو او ولایتي چارو د همغږۍ ریاست
  • د ازادې سيالۍ له لارې (۱۴۵۵) بستونه اعلان شوي.
  • د (۱۱۱۲) بستونو لپاره برېښنایي، تحریري او تقریري ازموینې اخیستل شوي.
  • د بشري سرچينو مديريت او شبکو (۲۳) تخنيکي غونډې جوړې شوي چې (۶۰۰) تنو په کې ګډون کړی و.
  • د ولایتي ملکي خدمتونو د کارکوونکو (۷۷۵) تنو د وظیفوي اجراآتو څخه نظارت ترسره شو.
  • د مسلکي او تخنیکي دندو په اړه د الکترونیکي ازموینې لپاره (۱۵۰) مسلکي پوښتنې جوړول.

 

  1. د ملکي خدمتونو کارکوونکو د ذاتي چارو شکایتونو ته د رسیدنې ریاست
  • د ۳، ۴ او ۵ بستونو اړوند (۵۸) شکایتونه څېړل شوي، (۶) شکایتونه تائید، (۴۷) شکایتونه رد او (۵) شکایتونه حفظ شول.
  • د (۶) تائید شویو مصوبو څخه نظارت او له پلي کېدو څخه یې ډاډ ترلاسه شوی.
  • د اړونده محاکمو له خوا د ۱ عدد دوسیې راتلل او په هغې باندې اړونده کړنې ترسره کول.
  • له (۷) ادارو سره شکایتونو ته د رسېدنې د بهیر د چټکتیا او همغږۍ په موخه غونډې شوي.

 

 

  1. د اداري پروسو د ساده کولو ریاست
  • د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د (۸) ریاستونو د پروسو د اوسني جریان فلوچارټ چمتو شوی.

ü        د کابل ښاروالۍ له کمېټې سره د پروسو بدیلې طرحې د نظر اخیستلو او تائيدۍ په موخه شریکې شوي. 

  1. د ملکي خدمتونو انسټیټوټ ریاست
  • د ۱۰ امارتي ادارو لکه (د مهاجرینو او بېرته راستنیدونکو چارو، د کلیو بیا رغونې او پراختیا، کور او ښار جوړونې، مالیې، اوبو او انرژۍ، کانونو او پټرولیم، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او عدلیې وزارتونو،د چارو ادارې لوی رياست او ازموینو ملي ادارې) د ‌ز‌‌‌‌ده‌کړه‌ییزې اړتیا سنجونې راپورونه ترتیب او یادو ادارو ته استول شوي دي.
  • د زده‌کړې د کیفیت څخه د څارنې چک لست د منځپانګې بیاکتنه.
  1. د حقوقو او پالیسیو چارو ریاست
  • د چارو ادارې په (۵) تدقیقي(د امارتي لوړپوړو چارواکو، چارواکو او کارکوونکو د دارایي د اشاعې، ثبت او بررسۍ قانون او د عامه او خصوصي سکتور د مشارکت قانون) غونډو کې ګډون.
  • له اړونده شریکانو سره د امارتي وزارتونو او ادارو کې مراجعینو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو لارښودونه تقویه کول او په وزارتونو او ادارو کې د اداري پروسو د ساده کولو او اصلاح د کړنلارې او د ښوونیزې مقررې نهايي کول.
  • د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت کې د (۱۶) سوانح دفترونو او د کور او ښار جوړولو وزارت کې د سوانحو (۲۰) دفترونو څخه څارنه او د نيمګړتياوو له منځه وړلو او د سوانحو د ترتیب په موخه د بشري سرچینو کارکوونکو ته لارښوونه.
  • د ا.ا امارت (۴) وزارتونو او ادارو ته د (۸) حقوقي مشورو استول.