د ادارې او مدیریت روزنيز پروګرام څخه ۲۸ تنه فارغ شول

د ادارې او مدیریت روزنيز پروګرام څخه ۲۸ تنه فارغ شول

د چارو ادارې لوی رياست د بېلابېلو رياستونو ۲۸ تنه کارکوونکو ته د ادارې او مديريت په برخه کې د بشري سرچينو رياست ۱۴ ورځنی روزنيز پروګرام پای ته ورسید او ګډون کوونکو کارمندانو باندې تصدیق ليکونه ووېشل شول.

په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن دوشنبه(رجب المرجب ۱۰ مه/ سلواغې ۲مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په مقدماتي وينا کې د بشري سرچينو رياست مرستيال د پروګرام ګډونوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل چې د ادارې د اهدافو ترلاسه کولو لپاره د کارکوونکو د وړتيا لوړونې هڅې کيږي ترڅو کارمندان په اداره او مدیریت کې لانوره وړتيا ترلاسه کړي.

همدا راز په غونډه کې د ياد روزنيز پروګرام يو تن استاد مفتي نور احمد اعتمادي، دغه روزنيزه دوره بريالۍ وبلله او له نويو فارغ شويو کارکوونکو يې وغوښتل چې په روزنيز پروګرام کې له تازه زده کړو دې‌ په اداري چارو کې استفاده وکړي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه،د خير په دعا سره پای ته ورسېده.