د تدارکاتو مدیریت په اړه ۲۱ ورځينی روزنيز پروګرام پای ته ورسېد

د تدارکاتو مدیریت په اړه ۲۱ ورځينی روزنيز پروګرام پای ته ورسېد
د چارو ادارې لوی ریاست د بشري سرچینو ریاست له لوري، د ادارې تازه ټاکل شويو کارکوونکو ته د تدارکاتو د مدیریت په اړه چې په کې د ودانیزو چارو، اجناسو، مشورتي او غير مشورتي خدماتو برخې شاملې وي؛ ۲۱ ورځينی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد.
دغه غونډه چې نن شنبه (رجب المرجب ۸مه/ مرغومي ۳۰مه) د دې ادارې د غونډه تالار کې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري معاون مولوي محمد صابر معتصم بالله، ګډونوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ هيله څرګنده کړه چې په دې روزنيزه دوره کې له ترلاسه شوې پوهې او تجربې پخپلو چارو کې ګټه واخلي او له نورو همکارانو سره هم خپلې تجربې شريکي کړي.
په غونډه کې د بشري سرچینو رئيس په تېرو نهو میاشتو کې د دې ریاست له لوري د ترسره شویو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې په راتلونکي کې د چارو ادارې لوی رياست د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په برخه کې نور روزنیز پروګرامونه هم په پلان کې لري.
په پای کې د ياد روزنیز پروګرام ټولو ګډونوالو ته تصديق ليکونه ورکړل شول او دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.