د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د يو شمېر امارتي ادارو استازو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د يو شمېر امارتي ادارو استازو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزه چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د اقتصاد او پوهنې وزارتونو، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او کابل ښاروالۍ له استازو سره د «بهزيستي خانواده مؤسسې» د کار او فعاليت د ستونزو حل په اړه غونډه وکړه.
دغه غونډه چې نن پنجشنبه(رجب المرجب ۶مه/ مرغومي۲۸مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې ترسره شوه؛ په پیل کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال نورمحمد حيدري د غونډې د اجنډا په اړه معلومات وړاندې کړل او ورپسې د اجنډا له مخې بحث وشو.
په غونډه کې د«بهزيستي خانواده مؤسسې» مسؤلينو وويل چې ياده مؤسسه له تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو راهيسې په بېلابېلو او ځانګړې توګه د ناشنوايانو «نه اورېدونکو» د خدماتو په برخه کې کار او فعاليت کوي، خو په دې برخه کې يې د لاښو خدمتونو لپاره د اسلامي امارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په دې ناسته کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده پرېکړه وکړه چې د يادې مؤسسې د ودانيو، اجناسو او سندونو په برخه کې دې اړونده ادارې همکاري وکړي او د مؤسسې له مسؤلينو څخه يې وغوښتل چې خپل فعاليتونو له اړوندو امارتي ادارو سره په همغږۍ او اصولي توګه سرته ورسوي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.