«د غزني اسلامي ثقافت مرکز تعمیر» د ترمیم پروژې افر پرانیسته وشوه

«د غزني اسلامي ثقافت مرکز تعمیر» د ترمیم پروژې افر پرانیسته وشوه

د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو ریاست «د غزني د اسلامي ثقافت مرکز تعمیر» د ترمیم «اته لاټه» پروژې افر پرانیسته، د ۳۰ داوطلبو شرکتونو استازو په ګډون ترسره شوه.

په دې اړه غونډه چې نن پنجشنبه «رجب المرجب ۶مه/ جدي ۲۸مه» د ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شوه په پیل کې د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري معاون مولوي محمد صابر معتصم بالله خبرې وکړې.

نوموړي ولس او اسلامي امارت د یو بل تکیه ياد کړل او زیاته یې کړه چې هغه شرکتونه چې په هر اړخیز شفافیت سره د الله تعالی د رضا او خلکو ته د خدمت لپاره کار کوي له نورو شرکتونو سره تفکیک کوو.

ښاغلي معتصم بالله د پروژو په اړه د غونډې ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل او زياته يې کړه چې د ملي تدارکاتو ریاست د شرکتونو هر ډول پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ویونکی دی او د دې ادارې دروازه ټولو شرکتونو ته يو شان خلاصه ده.