د ملي دفاع وزارت د انجينرۍ ثقيله وسايطو د پرزه جاتو افر پرانيستې غونډه وشوه

د ملي دفاع وزارت د انجينرۍ ثقيله وسايطو د پرزه جاتو افر پرانيستې غونډه وشوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست، د ملي دفاع وزارت د ساحوي قول اردوګانو د اړتيا وړ د انجينرۍ ثقيله وسايطو د (۱۳۲۹) قلمه بېلابېلو پرزه جاتو آفر پرانستې غونډه نن چهارشنبه (رجب المرجب ۵مه/مرغومي ۲۷مه) د دې رياست په تالار کې د يو شمېر داوطلبانو په حضور کې ترسره شوه.
غونډې ته په وينا کې د بشري سرچينو رئيس مولوي نورالحق جرير وويل چې دا د مسلمانانو مکلفيت دی چې له فرضي عباداتو وروسته د حلال کسب پر مټ خپلو بچيانو ته نفقه پيدا کړي، په دې برخه کې له فساد څخه ځان وساتي او خپلې چارې په اخلاص او صداقت سرته ورسوي.
ښاغلي جرير د آفر پرانيستې په غونډه کې د داوطلبو شرکتونو استازو د ګډون مننه وکړه او زياته يې کړه چې د آفر پرانستې ټولې ناستې په شفاف ډول ترسره کيږي او په دې برخه کې د هيچا حق نه ضایع کېږي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، د خير په دعا پای ته ورسېده.