د کرنيزو توليداتو پلورنې کمپلکس جوړولو په اړه د کرنې سکتور سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کرنيزو توليداتو پلورنې کمپلکس جوړولو په اړه د کرنې سکتور سره د همغږۍ غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی رياست د پاليسۍ او ستراتيژۍ رياست له لوري نن سه شنبه (رجب المرجب ۴مه/ مرغومي ۲۶ مه) د کرنيزو شرکتونو له مسؤلينو او استازو سره د کرنيزو توليداتو د پلورنې کمپلکس جوړولو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.
په غونډه کې د پاليسۍ او ستراتيژۍ سکتوري آمر خواجه محمد اقبال عباسي وويل؛ له دې مقدماتي ناستې څخه يې هدف د کابل بادام باغ سيمه کې د «کرنيزو توليداتو د پلورنې کمپلکس» جوړولو په اړه د کرنې سکتور د استازو تخنيکي او مسلکي معلومات ترلاسه کول دي.
د غونډې ګډونوالو د دې کمپلکس جوړول يوه اساسي اړتيا وبلله، د افغانستان د کرنې د معياري کېدو په برخه کې يې مهم ګام وباله او د موضوع په اړه يې خپل نظريات وړاندې کړل.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د کرنې سکتور اړوند نظريات او وړانديزونه دې توحيد شي او د چارو ادارې لوی رياست تخنيکي ټيم سره دې د لا پياوړتيا او تطبيق په موخه شريک شي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوه، د خير په دعا پای ته ورسېده.