خوست کې د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون لپاره ۱۰۰ جريبه امارتي ځمکه انتقال شوه

خوست کې د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون لپاره ۱۰۰ جريبه امارتي ځمکه انتقال شوه

د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم پر اساس په خوست کې د سرطاني ناروغيو درملنې روغتون جوړولو لپاره د امارتي ځمکې انتقال په موخه د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس په مشرۍ پلاوي دې ولايت ته سفر وکړ او هلته يې د ولايت مقام، علماء کرامو، قومي مخورو او بېلابېلو ادارو له استازو سره وليدل.
په دې پلاوي کې چې د عامې روغتيا، صنعت او سوداګرۍ، کور او ښار جوړونې، کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارتونو استازو هم ګډون درلود؛ خوست ته د سفر په ترڅ کې يې د سرطاني ناروغيو درملنې په اړه جوړيدونکي روغتون لپاره ۱۰۰ جريبه امارتي ځمکه د عامې روغتيا رياست ته انتقال کړه.
د خوست والي ملا بسم الله اخند سره په ليدنه کې د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر احمد ضياء خالد وويل چې د سرطان سلګونه ناروغان د درملنې په موخه هره ورځ له هېواده بهر ځي او د دغه روغتون په جوړولو سره به د دې برخې ناروغانو ستونزې حل شي او زياته يې کړه چې په دې برخه کې اسلامي امارت له خصوصي سکتور سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
همدا راز د خوست والي ملا بسم الله اخند د ياد روغتون جوړول يو عام المنفعه او ګټوره پروژه وبلله او په دې برخه کې يې د خوست د خلکو له لوري د همکاريو ډاډ ورکړ او هيله يې څرګنده کړه چې د روغتون عملي چارې ژر پیل شي.
د چارو ادارې لوی رياست په مشرۍ پلاوي ياد روغتون ته انتقالېدونکې ساحه له نږدې وکتله او په رسمي توګه يې ځمکه د دې ولايت د مسؤلينو په شتون کې د خوست عامې روغتیا رياست مسؤلينو ته وسپارله.

د سرطاني ناروغيو د درملنې دا روغتون چې د هېواد د ملي سوداګرو له لوري جوړيږي، خدمات يې د ټول افغانستان لپاره وړيا دي او همدا راز د روغتون د نورو برخو سربېره به يو طب پوهنځی هم ولري چې د سرطاني ناروغيو په برخه کې به محصلين وروزي.