د پانګونې اسانتيا رئيس د خوست او پکتيا له سوداګرو او خصوصي سکتور له استازو سره وليدل

د پانګونې اسانتيا رئيس د خوست او پکتيا له سوداګرو او خصوصي سکتور له استازو سره وليدل
د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر احمد ضياء خالد او د افغانستان د سوداګرۍ خونې سرپرست د خوست او پکتيا له سوداګرو او خصوصي سکتور له استازو سره د دوو بېلابېلو غونډو په ترڅ کې وليدل او په خوست کې يې د سوداګريز مرکز د جوړولو په اړه يې خبرې اترې وکړې.
په غونډه کې د سوداګرۍ خونې سرپرست محمد يونس مومند له سوداګرو او خصوصي سکتور سره د پانګونې اسانتيا رياست د همکارۍ مننه وکړه او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په برخه کې يې خپل ژمنتيا څرګنده کړه، نوموړي د هېواد اقتصادي پرمختګ مخ پر وده وباله او په هېواد کې يې د پانګونې لپاره د شته فرصتونو يادونه وکړه.
په غونډه کې د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر احمد ضياء خالد د افغانستان د پانګوالو څخه د ملاتړ او ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.