د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د قرارداد د ورکړې خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د ملي د فاع وزارت په استازيتوب د 1402مالي کال د تدارکاتي پلان سره سم د ساحوي او مرکزي قول اردوګانو قطعاتو او جزوتامونو د پرزه جاتو او تجهيزاتو اړوند د ټرانسفارمرونو او بېلابېلو جنراتورونو د پاور پلانټ د حفظ او مراقبت د ترمیم پروژه (9 لاټه) چې د داو طلبۍ شمېره يې 15-NPD/MOD/1402/NCB/NCS ،ده لاندې شرکتونو ته په قرارداد ورکړي.

لومړی لاټ: حميد مينه وال ودانيز شرکت چې د جواز شمېره يې D-30077 ده او د هلمند مرکز لښکر ګاه ښار کې د بست تصدۍ شاته موقعيت لري، په مجموعي قيمت ( 2,079,400 ) «دوه ميليونه، نهه اويا زره او څلور سوه» افغانۍ

دويم لاټ: حميد مينه وال ودانيز شرکت ته په مجموعي قيمت (1,729,600 ) «يوميليون اوه سوه نهه ويشت زره او شپږ سوه» افغانۍ
دريم لاټ: حميد مينه وال ودانيز شرکت ته په مجموعي قيمت (2,341,070) «دوه ميليونه، درې سوه يو څلوېښت زره اويا»افغانۍ
څلورم لاټ: حميد مينه وال ودانيز شرکت ته په مجموعي قيمت (1,368,200) افغانۍ
شپږم لاټ: حميد مينه وال ودانيز شرکت ته په مجموعي قيمت (2,566,224) افغانۍ
اتم لاټ: حميد مينه وال ودانيز شرکت ته په مجموعي قيمت (2,981,195) افغانۍ
پنځم لاټ: غني قيوم د لوژستيکي خدمتونو شرکت چې د جواز شمېره يې D-01-954 ده او د فارياب د ميمنې ښار د تربت جان جاده کې موقعيت لري په مجموعي قيمت (1,377,648.00) «يو ميليون، درې سوه اوه اويا زره، شپږسوه اته څلوېښت» افغانۍ
اووم لاټ: غني قيوم د لوژستيکي خدمتونو شرکت ته په مجموعي قيمت (1,240,458) «يو ميليون، دوه سوه څلوېښت زره، څلور سره اته پنځوس افغانۍ» افغانۍ
نهم لاټ: د فارياب شمال د حفظ او مراقبت د خدمتونو شرکت چې د جواز شمېره يې 29-01-174 ده او د فارياب د ميمنې ښار د هرات جاده کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت (470,413) «څلور سوه اويا زره، څلور سوه ديارلس»افغانۍ
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.