د جوزجان پنځه ګونو ولسوالیو لپاره د بریښنايي تجهيزاتو پروژې افر پرانيسته ترسره شوه

د جوزجان پنځه ګونو ولسوالیو لپاره د بریښنايي تجهيزاتو پروژې افر پرانيسته ترسره شوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د جوزجان ولایت د پنځه ګونو ولسوالیو لپاره د 55 قلمه برېښنايي تجهيزاتو د تدارکاتو پروژې افر پرانیسته د یو شمېر داوطلبانو په حضور کې د دې ادارې د غونډو په تالار کې ترسره کړه.
په دې اړه غونډه چې نن يکشنبه (رجب المرجب ۲مه/مرغومي ۲۴مه) جوړه شوې وه، په کې د ملي تدارکاتو کميسيون د دارالانشاء آمر مولوی محمد اعظم شعیب د شرکتونو استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې شرکتونه باید د پروژو سرته رسولو کې د بیت المال حقوقو ته پاملرنه وکړي، ترڅو حقوق ضایع نشي.
نوموړي همداراز د شرکتونو استازو ته په خپل وخت د پروژو د مالي تأديې ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه چې د پروژو سرته رسولو په برخه کې به پېښدونکو ستونزو ته د ملي تدارکاتو رياست له لوري په وخت رسېدنه کيږي.
دا مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.