د قرارداد ورکړي خبرتيا

د قرارداد ورکړي خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د ملي دفاع وزارت په استازيتوب د (180) پايو امنيتي ثابتو او متحرکو کامرو د تدارکاتو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/MOD/1402/NCB/G-010 ده، د افغان تکسار لميټډ شرکت ته چې د جواز شمېره يې 0101-13887 ده او د افغانستان، کابل، شهرنو لويې څارنوالۍ مخامخ موقعيت لري، په مجموعي قيمت( 77,665,169 )«اوه اويا ميليونه، شپږ سوه پنځه شپېته زره يو سل او نهه شپېته» افغانۍ، په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.

ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.