مولوي فيروز خان: شرکتونه بايد د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي

مولوي فيروز خان: شرکتونه بايد د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي

د چارو ادارې لوی رياست د ملي اقتصاد او زېربناوو رئيس مولوي فيروز خان د ملي تدارکاتو رياست د هلمند د خاص کجکي اصلاحي پروژې د ۱۱ قلمه تارونو او کيبلونو او ۱۴ قلمه ټرانسفارمرونو او بېلابېلو تجهيزاتو تدارکاتي پروژې د افر پرانستې په غونډه کې وويل چې شرکتونه بايد تر خپلو ګټو د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي.

دغه ناسته چې نن شنبه(رجب المرجب لومړۍ/مرغومي۲۳مه) د چارو ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د ملي تدارکاتو مسؤلينو او د يو شمېر شرکتونو استازو ګډون کړی و.

همدارنګه د آفر پرانستې په دې ناسته کې له ګډون کوونکو څخه يو تن وويل: اسلامي امارت په ځانګړي ډول د داوطلبۍ د خبرتياوو په برخه کې شرکتونو ته لازمې اسانتياوي برابرې کړي دي چې دغه کار د قراردادونو د لاشفافيت سبب هم ګرځېدلی دی.

په پای کې ښاغلي مولوي فيروز خان وويل، چې د پروژو د دواطلبۍ او افر پرانيستو په اړه خپل شکایتونه ملي تدارکاتو رياست سره شريک کړي، ترڅو په اړونده برخه کې ستونزو ته د حل لاره ولټول شي.

غونډه د قرانکريم په تلاوت پيل او د خير په دعا سره پای ته ورسېده.