د پانګونې اسانتیا رئيس: له خپلو ملي سوداګرو او پانګوالو څخه ملاتړ کوو

د پانګونې اسانتیا رئيس: له خپلو ملي سوداګرو او پانګوالو څخه ملاتړ کوو

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس انجنیر احمد ضیا خالد د کابل شکردرې ولسوالۍ کې د ملت سټیل د اوسپنې ویلې کولو فابریکې رئيس سره وکتل او د سیخونو او ګاډرو د تولید بهیر یې له نږدې څخه وکوت.

دغه کتنه چې نن چهارشنبه (جمادي الثاني ۲۷مه/مرغومي ۲۰مه) د ملت سټیل فابریکې په دفتر کې ترسره شوه، پکې د پانګونې اسانتیا رئيس وویل د پانګوالو ستونزې به حل کوو، ملاتړ يې کوو او په هېواد کې ورته د پانګونې زمینه برابروو.

بل لور ته د ملت سټیل د اوسپنې ویلې کولو فابریکې رئيس د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا ریاست له رئيس او نورو مسئولینو څخه مننه وکړه او ويې وغوښتل چې اسلامي امارت دې، د يادې فابرېکې ملاتړ وکړي او یو داخلي معدن دې د دې فابریکې په واک کې ورکړي ترڅو ملت سټیل د هېواد اړتیاوې پوره کړای شي.

په پای کې د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا رئیس د دې فابریکې مسؤلینو ته د داخلي پانګونې په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل ترڅو په تولیداتو کې کیفیت ته پام وکړي.