د چارو ادارې لوی رياست د ستراتيژيک پلان نهايي کولو په اړه غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د ستراتيژيک پلان نهايي کولو په اړه غونډه وشوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د پنځه کلن ستراتيژيک پلان جوړولو په اړه د پاليسۍ او ستراتيژۍ رياست او اړوندو رياستونو د استازو ترمنځ غونډه وشوه.
دغه غونډه نن چهارشنبه(جمادی الثاني ۲۷مه/مرغومي۲۰مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ په کې د پاليسۍ او ستراتيژۍ رئيس مولوي اسلام الدين عثماني د ياد ستراتيژيک پلان د ارزښت په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه چې دا د ټولو ګډ مسؤليت دی چې په دې برخه کې خپلې چارې په اخلاص او ښه توګه سرته ورسوو او په دې اړه يې د يوې ګډې کمېټې جوړولو سپارښتنه وکړه.
ورپسې د غونډې ګډونوالو د ستراتيژيک پلان په اړه خپل نظريات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې ياده ستراتيژي بايد په نړيوالو معيارونو برابره وي، په دې برخه کې ټول موضوعات په نظر کې ونيول شي او په دقيق ډول دا پروسه پرمخ لاړه شي.
همدارنګه په غونډه کې د مختلفو رياستونو استازو د ستراتيژيک پلان په اړه چمتو کړي فارمټونه شريک کړل، غونډې ته تشريح شول او په اړه يې هر اړخيز تخنيکي بحثونه وشول.
په پای کې پرېکړه وشوه چې ياد پلان دې په برخو ووېشل شي، طرحې دې جوړې شي او په ګروپي ډول دې پرې تخنيکي او هر اړخيز بحث وشي او پايله دې د نهايي فارمټ جوړولو لپاره کمېټې ته وړاندې شي.
غونډه د قرانکريم په تلاوت پيل او د خير په دعا سره پای ته ورسېده.