د قرارداد ورکړي خبرتيا

د قرارداد ورکړي خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د افغانستان برښنا شرکت په استازيتوب د جوزجان ولايت د اقچې ولسوالۍ د نوي برېښنايي سب سټېشن د تجهيزاتو د تدارکاتو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/DABS/1402/NCB/G-033ده، د پاور پينل شرکت ته چې د جواز شمېره يې 47893 ده، د (57,598,500) « اوه پنځوس ميليون، پنځه سوه اته نوي زره، پنځه سوه» افغانۍ په مجموعي قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.