د قرارداد ورکړې خبرتیا

د قرارداد ورکړې خبرتیا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب د هوایي ډګر څلور لارې څخه تر ګمرک سړک پورې د کانال د ودانیزو چارو دویم لاټ پروژه چې د داوطلبۍ شمېره یې NPD/KM/1402/W-17/NCB ده د سپین غر اریوب د سړک جوړونې او ودانیزو چارو شرکت ته چې د جواز شمېره یې D-26728 ده او د کابل مرکز اتمې ناحیې د کارته نو په لومړي سړک کې موقعیت لري د 123,829,740(یو سلو درویشت میلیونه، اته سوه نهه ویشت زره او اوه سوه اوه څلوېښت) افغانیو په بدل کې ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه کوم اعتراض لري نو کولای شي د دې اعلان له نېټې وروسته تر ۷ تقویمي ورځو پورې له دلایلو سره او د تدارکاتو د پنځوسمې مادې مطابق دې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، ملي تدارکاتو رياست، تخنيکي معاونيت، د تدارکاتي تسهیلاتو آمریت، پښتونستان واټ کابل - افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده، د پورته ذکر شویو مواردو د طی مراحل کولو وروسته به قرارداد منعقد شي.