د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب د دريمې او شپږمې ناحيې اړوند پل سوخته څلور لارې څخه تر جمهوریت څلور لارې پورې د (۹۱۰) مترو په اوږدوالي د سړک جوړولو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره یې NPD/KM/1402/W-002/NCB/REBID ده ارمان شرق ساختماني شرکت ته چې د جواز شمېره یې D-36854 او ادرس یې د کابل - کندز عمومي سړک دویمې ناحیې د کندز مرکز کې موقعیت لري په مجموعي ډول 54,000,000 (څلور پنځوس میلیونه افغانیو) په بدل کې ورکوي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه کوم اعتراض لري نو کولای شي د دې اعلان له نېټې وروسته تر ۷ تقویمي ورځو پورې له دلایلو سره او د تدارکاتو د پنځوسمې مادې مطابق دې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، ملي تدارکاتو رياست، تخنيکي معاونيت، د تدارکاتي تسهیلاتو آمریت، پښتونستان واټ کابل - افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده، د پورته ذکر شویو مواردو د طی مراحل کولو وروسته به قرارداد منعقد شي.