د بهرنيو چارو وزارت اړوند د دوو ملي پروژو تدارکاتي خبرتيا

د بهرنيو چارو وزارت اړوند د دوو ملي پروژو تدارکاتي خبرتيا
د افغانستان د برېښنايي او پرانستو تدارکاتو سيسټم (AGEOPS) چې د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې یو شمېر وزیرانو، معینانو، تدارکاتي ادارو رئیسانو او بهرنیو هېوادونو سفیرانو او استازو په شتون کې پرانيستل شو او اوس په تدارکاتي برخه کې په عادي توګه خپلو چارو ته دوام ورکوي او تر دې وروسته به خپلې تدارکاتي خبرتیاوې د دې سېسټم له لارې خپروي. چې په لومړي ګام کې يې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د دوه ملي پروژو تدارکاتي خبرتياوې خپرې کړې، چې د لاندې لينکونو په کېکاږلو سره يې ترلاسه کولی شئ.
https://tenders.ageops.af/prs/procurement-process/MoFA%25252F1402%25252FNCS-25/components
https://tenders.ageops.af/prs/procurement-process/MoFA%25252F1402%25252FNCS-24/components