د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس؛ د ولس ستونزو حل په اړه غونډې تشريفاتي نه دي

د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس؛ د ولس ستونزو حل په اړه غونډې تشريفاتي نه دي
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د کابل ښار شلمې، يوويشتمې او دوه ويشتمې ناحيو له علماء کرامو سره د هغوی د ستونزو د حل په اړه وکتل.

دغه غونډه نن چهارشنبه (جمادي الثاني ۲۰مه/مرغومې ۱۳مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ په مقدماتي وينا کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال انجينر نورمحمد حيدري ګډونوالو ته وويل د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی په هدايت د اسلامي امارت دروازې د ولس پرمخ خلاصي کړئ، چې په همدې اساس د ټولنې د بېلابېلو قشرونو سره نږدې سل غونډې شوي دي او د ولس ستونزې يې له نږدې اورېدلي دي.

د يادو ناحيو علماء کرامو په جوماتونو کې د برېښنا، مؤذن او خادم نشتوالی، د امامانو د معاشونو کمښت او نورې بېلابېلې ستونزې يادې کړې او همدا راز يې د پاسپورټ په برخه کې داسانتيا رامنځته کولو، په امامتونو کې د وظيفوي مسؤليت ورکول او د امر بالمعروف وزرات خپلو مسؤليتونو ته متوجې کول يې د خپلو وړانديزونو په توګه ياد کړل او په دې برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

همدا راز علماء کرامو زياته کړه، که د اوقافو وزارت له لوري ورته علمي سيمنارونه برابر شي، د امامانو په جوماتونو کې ګومارنې د ولس او اوقافو په ګډه موافقه ترسره شي او د امامانو د کورونو په برخه کې يې مشکلات په نظر کې ونيول شي د زياتو ستونزو مخه به يې نيول شوي وي.

د فرهنګي او ټولنيرو چارو رئيس د علماء کرامو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او ډاډ يې ورکړ چې ناستې يې تشريفاتي نه دي؛ ټولې ياداشت کيږي او د حل په موخه له اړوندو مسؤلينو سره شريکيږي.
دا غونډه د قرانکريم په تلاوت پيل او د خير په دعا سره پای ته ورسېده.