د شرطپاڼې د دریمې شمېرې تعدیل خبرتیا

د شرطپاڼې د دریمې شمېرې تعدیل خبرتیا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برښنا شرکت په استازیتوب چې مخکې یې د ارزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ساختماني موادو او د برښنا د تجهیزاتو د ۷۹ قلمه تدارکاتو پروژه اعلان ته سپارلې وه چې لومړی او دویمه شمېره تعدیلونه یې هم نشر شوي دي. په دریمه شمېره تعدیل کې له داوطلبانو غوښتل شوي چې د هغو مالونو ګمرکي اسناد چې له بهر څخه يې واردوي مخکې له دې چې اجناس ادارې ته وسپاري؛ بايد ګمرکي اسناد وړاندې کړي..
داوطلبان کولای شي یاد تعدیل د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې ترلاسه او خپل افرونه دې په شرطپاڼه کې درج شویو شرایطو، او د ۱، ۲ ،۳شمېرې تعدیلونو او د تدارکاتو د اصولو او طرزالعملونو له مخې دې تر تمدید شوې نیټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې عنوان: د ارزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ساختماني موادو او ۷۹ قلمه برښنایي تجهیزاتو د تدارکاتو پروژه
داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/Operation/1402/NCB/G-020
د افر پرانیستې نېته: د ۱۴۰۲ کال جدي میاشتې ۱۳مه له غرمې مخکې ۹:۰۰ بجې
ادرس: د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تداکاتو ریاست، مرمرینه ماڼۍ، پښتونستان واټ کابل، افغانستان