د څارنې او ارزونې رياست او روغتيايي کمېټې د استازو ترمنځ غونډه وشوه

د څارنې او ارزونې رياست او روغتيايي کمېټې د استازو ترمنځ غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او ارزونې رياست، د افغانستان طبي شوری او عامې روغتيا وزارت د استازو تر منځ د روغتيايي مرکزونو د څار او پلټنې په اړه ګډه غونډه ترسره شوه.

دغه غونډه چې نن دوشنبه(جمادی الثاني ۱۸مه/مرغومي ۱۱مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي عبدالولي حقاني وويل لکه څرنګه چې د اسلامي امارت له لوري دندې راسپارل شوي باید خپل مسؤليت په ښه توګه اداء کړو او اسلام هم همدغه حکم کوي.

ښاغلي حقاني زياته کړه چې په نظام کې نظم او دسپلين وي او کومو ادارو ته چې مسؤليت ور سپارل شوی هغوی بايد خپل مسؤليت په رښتني ډول اداء کړي، صحت د انسان په وجود پورې تړاو لري، طب ډېر پاک مسلک دی او ټول بايد په ګډه او سمه توګه کار وکړو.

همدا راز د غونډې ګډونوالو د اجنډا له مخې خپل نظريات وړاندې کړل او د ستونزو په اړه يې نظر او مشورې ورکړې او پرېکړه وشوه چې يو پلاوی وټاکل شي او دواړو لوري په همغږۍ سره بايد د روغتيايي مرکزونو څارنه او ارزونه وشي او ګزارش يې کمټې ته وړاندې شي.

غونډه د قرانکريم په تلاوت پیل او د خير په دعا سره پای ته ورسېده.