د شهداوو او معلولينو چارو وزارت د نوي الکترونيکي سیستم د افرګشايي غونډه وشوه

د شهداوو او معلولينو چارو وزارت د نوي الکترونيکي سیستم د افرګشايي غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د شهداوو او معلولينو چارو وزارت اړوند د نوي الکترونيکي سيستم لپاره د اړتيا وړ ۲۱ قلمه د معلوماتي تکنالوژۍ د تجهيزاتو د تدارکاتو پروژې غونډه د يو شمېر داوطلبانو په حضور کې ترسره شوه.

دغه غونډه چې نن دوشنبه (جمادی الثاني ۱۸مه/مرغومي ۱۱مه) جوړه شوې وه، پکې د چارو ادارې لوی رياست د تدارکاتو رئيس مولوي عبدالباري عاطف د شرکتونو له ګډون څخه مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د افرګشايي غونډې يې شفافې او په عادلانه ډول ترسره کیږي.

ښاغلي عاطف وويل هغه کسانو ته لومړيتوب ورکول کېږي چې پروژې په کمه بيه او لوړ کيفيت ترسره کوي، نوموړي همدا راز زياته کړه، چې اسلامي امارت د هيچا د حق په اخيستلو نه دی را منځته شوی، مګر موږ د الله تعالی شکر اداء کوو، چې د اسلامي اصولو سره سم خپلې چارې سرته رسوو.