د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د خاص هلمند کجکي برېښنا د رغولو لپاره د ۱۱قلمه تارونو او کيبلونو او ۵۴ قلمه ټرانسفارمرونو او بېلابېلو تجهيزاتو چمتو کولو او تدارکاتو پروژه (دوه لاټه).
د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1402/ G-037/NCB/REBID
بانکي تضمين: د لومړي لاټ لپاره 1000,000 (يو میلیون) افغانۍ
د دويم لاټ لپاره: 800,000(اته سوه زره) افغانۍ دي.
د افرګشايې ناسته:‍‍ د 1402 کال د مرغومي 23 9:00 بجې له غرمې مخکې.
د اړيکي شمېره: 0202143274
ایمیل: planningnpa@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.