د ۹۱ فاميلۍ د سوداګريز او استوګنيزو بلاکونو د پروژې افر پرانيستې غونډه وشوه

د ۹۱ فاميلۍ د سوداګريز او استوګنيزو بلاکونو د پروژې افر پرانيستې غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د کابل ښاروالۍ اړوند د ۹۱ فاميلۍ د دوو سوداګريز او استوګنيز بلاکونو پروژې د افر پرانيستې غونډه د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د يو شمېر داوطلبانو په حضور کې ترسره شوه.

دغه غونډه چې نن يکشنبه(جمادی الثاني ۱۷مه/مرغومې۱۰مه) د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو د دارالانشاء مرستيال شيخ مولوي عبدالرحيم رحيمي د شرکتونو له ګډونوالو څخه مننه وکړه او د شرکتونو له استازو څخه يې وغوښتل چې د پروژو د تطبیق پر مهال د خلکو ګټې په پام کې ونيسي.

ښاغلي رحيمي زياته کړه، د خلکو د مال ساتنه د اسلامي امارت دنده ده، د پيسو راټولول او راکړه ورکړه د شريعت له مخې روا ده او د چا مال په ناحقه اخيستل حرام دي، د ملي تدارکاتو رياست هم د اسلامي اصولو پر بنسټ فعاليت کوي او په دې رياست کې د هيچا حق نه ضايع کېږي.

نوموړي په پای کې وويل، موږ ژمن يو چې د اسلامي شريعت د اصولو له مخې خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړو او د پروژو د پرانيستې په غونډه کې يې د شرکتونو د ګډون څخه غوښتنه وکړه.