د امارتي وزارتونو او ادارو د دفتر رئیسانو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د امارتي وزارتونو او ادارو د دفتر رئیسانو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د ریاست الوزاء د هدایت پر بنسټ د امارت د چارو د لا ښه والي په موخه د چارو ادارې لوی رئيس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ د امارتي وزارتونو او ادارو استازو په ګډون غونډه وشوه.

دغه غونډه چې نن چهارشنبه (جمادي الثاني ۱۳مه /جدي ۶مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د وزارتونو او امارتي ادارو د دفتر رئیسانو د مکاتيبو د لاسليک، د کابینې مصوباتو، د وزارتونو، خپلواکو امارتي ریاستونو او د چارو ادارې تر منځ د سندونو د طی مراحل کېدو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئیس مولوي عبدالباقي منصور وویل چې مکاتيب د بېلابېلو مقاماتو په لاسليکونو چارو ادارې لوی ریاست ته رالېږل کيږي او زیاته کړه چې اړتیا ده چې د وزیرانو او معینانو سره په همغږۍ مکاتيب لاسليک او راولېږل شي.

د چارو ادارې د کابینې او عالي کمیسیونونو چارو د انسجام رئيس مولوي محمد صادق عاکف وویل د اسلامي امارت د کابینې پرېکړې مهمې دي او د پرېکړو د تعقیب او تطبیق لپاره اړتیا ده چې امارتي وزارتونه او ادارې خپل استازي معرفي کړي ترڅو د چارو ادارې لوی ریاست ته د کابینې د پرېکړو د تطبیق او تعقیب په اړه راپور وړاندې کړي.

د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د امارتي وزارتونو او ادارو د دفتر رئیسانو نظريات واورېدل او ویې ویل چې د دوی نظرونه به د افغانستان اسلامي امارت کابینې سره شریک کړي ترڅو د اړوندو موضوعاتو په اړه اړینې پرېکړې وشي.

دا غونډه چې د قرآن کریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر په دعا پای ته ورسېده.