د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس د میربچه کوټ ولسوالۍ استازو سره ولیدل

د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس د میربچه کوټ ولسوالۍ استازو سره ولیدل
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د کابل میربچه کوټ ولسوالۍ علماء کرامو، قومي مشرانو، او متنفذینو سره وکتل.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه(جمادی الثاني ۱۳مه/ مرغومي ۶مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د اجنډا له مخې د يادې ولسوالۍ استازو ويناوې وکړې.
په غونډه کې د میر بچه کوټ ولسوالۍ استازو وويل، چې د جهاد پر مهال هم د دې ولسوالۍ خلک د اشغال په خلاف د اسلامي امارت ترڅنګ اوږه په اوږه جنګیدلي او اوس هم د اسلامي امارت ملاتړ کوي.
د‌ يادې ولسوالۍ استازو د ښوونې او روزنې، روغتونونو، اوبو، سرکونو، کارېزونو، پلچکونو، سړو خونو، برېښنايي تذکرو او يو شمېر نورو برخو کې مشکلات بنسټيزې ستونزې يادې کړې او د حل په برخه کې يې د اسلامي امارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئيس وويل چې اسلامي امارت د ولسونو د ستونزو حل په برخه کې مسؤل دی او د ولس ستونزې په ښه توګه اوري او د حل لپاره يې اقدامات کيږي.
ښاغلي اخندزاده وويل چې اسلامي امارت د ولس د هوساينې په تکل کې دی او په همدې اساس يې د قوشتېپې، سالنګ، واخان او يو شمېر نورې پروژې پيل کړي،‌ تر څو ولس ته په بېلابېلو برخو کی اسانتياوې رامنځته شي او يادو استازو ته يې د خپلې سيمې د ستونزو حل ډاډ ورکړ.
دا غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.