د کابینې د مصوباتو د وظایفو د تحقق په اړه د راپور ورکونې بهیر د چټکتیا د څار غونډه وشوه

 

له ۶ تر ۱۰مې د کابینې د مصوباتو د پریکړو د تحقق په اړه د راپور ورکولو بهیر د چټکتیا او وروستي راپور د وړاندې کولو په موخه، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست د دولت د انسجام د چارو د مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د څارنې غونډه جوړه شوه.

 په دې غونډه کې، چې د د کابینې د چارو د انسجام رئیس، مرستیال او کارپوهانو او د ځینو نورو اړوندو دولتي بنسټونو رئیسانو او استازو ګډون درلود، د راپور ورکونې د ارزښت، د څارنې د څرنګوالي او د چارو ادارې لوی ریاست ته د دولتي بنسټونو د راپور ورکونې د بهیر په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

په دې غونډه کې، د کابینې د مصوباتو د تطبیق بهیر د چټکتیا په اړه له هر اړخیزو بحثونو وروسته پریکړه وشوه، چې دولتي بنسټونه دې د کابینې د پریکړو د تطبیق او د مصوبو د تحقق په اړه د راپور ورکونې بهیر چټک کړي.