د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د شپاړسمې او اوولسمې ناحيو له علماء کرامو سره وکتل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د شپاړسمې او اوولسمې ناحيو له علماء کرامو سره وکتل

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د کابل ښار شپاړسمې او اوولسمې ناحيو له علماء کرامو سره د هغوی د ستونزو او مشکلاتو د حل په اړه وکتل.

دغه غونډه چې نن سه شنبه(جمادی الثاني ۱۲مه/ مرغومي ۵مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه؛ د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال په مقدماتي خبرو کې وويل تر اوسه يې له علماء کرامو، فرهنګپالو، پوهنتونونو، ورزشکارانو او د ټولنې مختلفو برخو د ستونزو حل په اړه لسګونه غونډې کړي.

په دغه غونډه کې د شپاړلسمې او اوولسمې ناحيو علماء کرامو د اجنډا له مخې خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې يې په جوماتونو کې د برېښنا، معاشونو کمښت، هويت کارتونو نه لرل، د ځينو جوماتونو نه ثبتېدل له اساسي ستونزو څخه ياد کړل، همدا راز يې د پاسپورټ او ښاروالۍ په برخه کې د ځينو جوماتونو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

علماء کرامو په خپلو خبرو کې د ټولنې اصلاح او ځوانانو فکري روزنې او نورو مسائلو په برخه کې د همکارۍ اساسي غوښتنې يادې کړې او زياته يې کړه چې د اسلامي امارت مکلفيت دی، چې خپله ټولنه له اخلاقي پلوه کنټرول او اصلاح کړي او په دې برخه کې دې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مسؤلين خپل مسؤليت په ښه توکه اداء کړي.

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د علماء کرامو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او ډاډ يې ورکړ چې ستونزې او وړانديزونه به يې د اسلامي امارت مسؤلينو سره د حل په موخه شريک کړي او له خپل لوري يې د هر ډول همکارۍ ډاډ‌ ورکړ.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده