د اسلامي امارت د کابينې دولسمه غونډه ترسره شوه

د اسلامي امارت د کابينې دولسمه غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې دولسمه غونډه نن دوشنبه (جمادی الثاني ۱۱مه/مرغومي ۴مه) د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.

ياده غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه او د اجنډا پر اساس په مختلفو موضوعاتو بحثونه وشول او لازم تصاميم ونيول شول.

غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د کندهار د جامعه عمر مسجد پاتې چارې پیل او د چارو پر مخ وړولو لپاره يې یو باصلاحيته پلاوی وګوماري.

دغه راز د کابينې په دې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، چاپيريال ساتنې، آبرساني او کابل ښاروالۍ استازو ته دنده وسپارل شوه چې د پنځم مکروریانو هستوګنيز ښارګوټي پروژې پاتې چارو د بیا پیلولو په اړه دې د ګمارل شوې کمیټې راپور تر نظر تېر او یوه جامع حل لاره دې ورته ولټوي.

همدا رنګه د چارو ادارې لوی رياست په سرپرستۍ کې د هغه پلاوي نظر تائيد شو چې د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت د رییل ټایم سیستم څخه یې لیدنه کړې وه او پرېکړه وشوه چې یادې چارې باید په چټکۍ سره بشپړې شي.

د کابينې دا غونډه د نظام د لا استحکام او مسلمانانو ته د خير او ښېرازۍ په دعا پای ته ورسېده.