د کابل ښار د سطحي اوبو مدیریت پروژې په اړه دويمه ناسته وشوه

د کابل ښار د سطحي اوبو مدیریت پروژې په اړه دويمه ناسته وشوه

د تفکیک او تصفیې کمېټې د پرېکړې پر اساس د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي تقنیني او قضايي چارو رئيس مولوي محمد حنان حقاني په مشرۍ او د اړوندو ادارو استازو په ګډون د کابل ښار د سطحي اوبو مدیریت (شین کمربند) پروژې د طرحې او تطبيق په اړه بحث وشو.
نن يکشنبه(جمادی الثاني ۱۰مه/مرغومي ۳مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د کابل ښار د سطحي اوبو مدیریت پروژې د تخنيکي او فزيکي وضعيت د ارزونې په موخه غونډه وشوه چې په کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د کابل ښاروالۍاو د چاپیريال ساتنې ملي ادارې استازو ګډون درلود.
غونډه کې د اړوندو ادارو استازو د پروژې د لګښتونو اندازې، خاورې، هوا پېژندنې، ساحوي کاري ټيم، ودانيو او په ټوليزه توګه د کابل ښار د سطحي اوبو مدیریت پروژې د لومړني پلان د تطبيق او پايلو په اړه خپل نظريات شريک کړل.
د چارو ادارې د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي محمد حنان حقاني وويل د وروستۍ پرېکړې لپاره بايد د کابل ښار سطحي اوبو د مدیریت پروژې اسنادو بیاکتنه او چارې یې له نږدې وکتلې شي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.