د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د قرارداد د ورکړې خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د کابل ښاروالۍ په استازيتوب د 45 متره سړک جوړونې پروژه چې د ملالۍ څلورلارې د جنوب په طرف د حلقوي سړک پورې چې(1325) متره اوږدوالی لري او د داوطلبۍ شمېره يې NPD/KM/NCB/1402/W-12/Rebid ده، د شمس معصوم افغان د سړک جوړونې ودانيز او لوژستيکي خدمتونو شرکت ته چې د ارزان قيمت کرزي ښارګوټي دولسمه ناحيه کې موقعيت لري د (75,865,990 ) « پنځه اويا ميليونه، اته سوه پنځه شپېته زره، نهه سوه نوي» افغانۍ په ارزښت په قرارداد ورکړي.

هغه حقيقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.