د قرارداد د ورکړي خبرتيا

د قرارداد د ورکړي خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو رياست په پام کې لري چې د افغانستان برېښنا شرکت په استازيتوب د هرات د تورغونډۍ 220 کیلو ولټ د مزي«برېښنا تار» له انسليټرونو سره د تدارکاتو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/DABS/1402/NCB/G-008، ده، د مجتبی علي سړک جوړونې او د ودانيزو توکو د توليد شرکت ته چې د جواز شمېره يې (D-27345) دی او د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې موقعيت لري، د تالاشۍ څلور لارې ترڅنګ د کاروان پلازې په دوهم پوړ، په ۲۵م اتاق کې موقعيت لري، د (35,744,500) «پنځه ديرش ميليونه، اووه سوه، څلورڅلويښت زره، پنځه سوه» افغانيو په مجموعي قيمت په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.