د قراردادونو د تفکيک او تصفيې کمېټې شپږمه ناسته ترسره شوه

د قراردادونو د تفکيک او تصفيې کمېټې شپږمه ناسته ترسره شوه

د قرار دادونو د تفکيک او تصفيې کميټې شپږمه غونډه د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر معتصم بالله په مشرۍ چې د دې کمېټې غړو هم په کې ګډون درلود ترسره شوه.

دا غونډه چې نن شنبه(جمادی الثاني ۹مه/مرغومي ۲مه) جوړه شوې وه، په کې د قراردادونو د تفکيک او تصفيې کميټې د دارالانشاء غړو د شپږو ودانيزو پروژو، د کورونو کرايو موضوعان غونډې ته وړاندې کړل او د کميټې د غړو يې په اړه خپل نظريات وړاندې کړل.

په دې غونډه کې د قراردادونو د تفکيک او تصفیې کمیټې د دارالانشا غړو د یادو پروژو د قراردادونو د تصمیم نیولو او لاس ته راوړنو په اړه د کمیټې مشرتابه ته ځانګړي وړاندیزونه وړاندې کړل او د دارالانشاء د لاس ته راوړنو په اړه يې د اصولو او شرعي احکامو په رڼا کې لازم تصاميم ونيول.

په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د طرحې او ډيزاين رئيس مولوي عبد الرؤف خدام په مشرۍ يو پلاوي ته دنده وسپارل شوه ترڅو د ورسپارل شوي پروژې بشپړ شوي کارونه په هر اړخيزه توګه وڅيړي او خپل ګزارش د کميټې راتلونکي غونډې ته وړاندې کړي.

همدارنګه د چارو ادارې لوی رياست د پروژو د انسجام او څارنې رئيس مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ يو تخنيکي ټيم ته دنده وسپارل شوه چې د ودانيزو پروژو کارونه له نږدې وڅاري او خپل ګزارش د کميټې راتلونکې غونډې ته وسپاري.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت د قراردادونو د تفکيک او تصفيې کميټه هغه قراردادونه او پروژې اداره کوي چې د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته يې تدارکاتي پروسې ځنډول شوي دي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسيده.