د معتادینو د درملنې ستونزو د حل په موخه غونډه وشوه

د معتادینو د درملنې ستونزو د حل په موخه غونډه وشوه

د روږدو کسانو په درملنه کې د ستونزو د حل په هدف نن پنجشنبه (جمادي الثاني ۷مه/لیندۍ ۳۰مه) د چارو ادارې لوی ریاست تالار کې غونډه جوړه شوې وه، چې د قرآن کریم له تلاوت وروسته د اجنډا پر اساس په موضوعاتو بحث او اړینې پرېکړې وشوې.

دا غونډه د ا.ا.ا کابینې د مصوبې له مخې د چارو ادارې لوی ریاست د امارت چارو د انسجام معاون مولوي سیف الدین تائب په مشرۍ جوړه شوې وه او د عامې روغتیا وزارت د صحي پراختیا او پالیسۍ معین دکتور محمد حسن غیاثي، د کورنیو چارو وزارت له مخدره توکو سره د مبارزې معینیت ملکي معاون مولوي عبدالرحمن او د یادو ادارو ځینو رئیسانو هم په کې ګډون کړی وو.

مولوي سیف الدین تائب د امارتي ادارو ترمنځ همغږي مهمه وګڼله او د عامې روغتیا وزارت او د کورنیو چارو وزارت له مخدره توکو سره د مبارزې معینیت مسئولینو څخه یې وغوښتل چې د کابینې د مصوبې د تحقق او اړوندو ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړي.

له مخدره توکو سره د مبارزې معینیت ملکي معاون مولوي عبدالرحمن د یادې موضوع په اړه خپلې ستونزې بیان کړې او زیاته یې کړه چې له مخدره توکو سره د مبارزې معینیت متعهد دی چې له اړوند امارتي ادارو سره په همغږۍ او همکارۍ کار وکړي.

له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت د صحي پراختیا او پالیسۍ معین د ستراتیژیک پلان جوړول، د عامې روغتیا وزارت او له مخدره توکو سره د مبارزې معینیت ترمنځ د سروې مشترک پلان او سیارو صحي ټیمونو تقویه له مخدره توکو سره د مبارزې برخه کې موثر وګڼل.

د غونډې پای کې پریکړه وشوه چې د دواړو ادارو ترمنځ دې د همغږۍ دوامداره غونډې وشي، دواړه دې خپل باصلاحیته او دایمي استازي د همغږۍ غونډو ته معرفي کړي، مشترک ټیم دې جوړ شي او په عملیاتي پلان دې کار پیل شي.

غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.