د کندهار او زابل ولايتونو د سرحدي پولو د ستونزو په اړه غونډه وشوه

د کندهار او زابل ولايتونو د سرحدي پولو د ستونزو په اړه غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ د کندهار او زابل ولایتونو د سرحدي پولو د ستونزو حل په اړه غونډه ترسره شوه، چې په کې د ادارې يو شمېر رئيسانو او مسؤلينو او د يادو ولایتونو د تخنيکي ټيمونو غړو ګډون کړی و.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه(جمادی الثاني ۶مه / ليندۍ ۲۹مه ) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ په مقدماتي وينا کې شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل؛ د اسلامي امارت مسؤليت دی چې د ولس ستونزو ته حل لارې ولټوي او مشکلات يې حل کړي.
په دغه غونډه کې چې د دواړو لوريو قومي مشرانو هم ګډون کړی و، د دواړو خواوو استازو د موضوع په اړه خپل نظريات او معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د ستونزې د حل په اړه د اسلامي امارت هره پرېکړه ورته د منلو وړ ده.
په غونډه کې د موضوع اړوند له هر اړخيز بحث وروسته د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور پرېکړه وکړه چې د يادې موضوع د لا وضاحت لپاره دې يو ګډ پلاوی يادو ولایتونو ته سفر وکړي ترڅو سيمه او ستونزې له نږدې وګوري او په اړه يې ګزارش د چارو ادارې لوی رياست ته وړاندې کړي.
بايد وويل شي چې تر دې وړاندې هم د پکتيکا او غزني ولایتونو د سرحدي پولو ستونزو حل په اړه غونډه شوې وه او د يادې موضوع په اړه له هر اړخيز بحث وروسته لازم تصاميم نيول شوي وو.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.