د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کابل ښار څوارلسمې او پنځلسمې ناحيو له علماوو سره وکتل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د کابل ښار څوارلسمې او پنځلسمې ناحيو له علماوو سره وکتل

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د کابل ښار څوارلسمې او پنځلسمې ناحيو له علماء کرامو سره د هغوی د ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه وکتل.
دغه غونډه چې نن سه شنبه (جمادی الثاني ۵مه/ ليندۍ ۲۸مه ) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې ترسره شوه؛ په پيل کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال نورمحمد حيدري علماء کرامو ته ښه راغلاست ووایه او زياته يې کړه چې د اسلامي امارت دروازې د ولس پرمخ خلاصې دي؛ تر څو د ولس وړانديزونه او ستونزې له نږدې واورېدل شي.
ورپسې د يادو ناحيو علماء کرامو په خپلو خبرو کې د ناحيو د جوماتونو ثبت کېدل، برېښنا او د جوماتونو د رغونې او یو شمېر نورې ستونزې يادې کړې او له اسلامي امارت څخه يې وغوښتل چې په دې ناحيو کې د جوماتونو د جوړولو نيمګړې چارې بشپړې کړي.
د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس په دې ناسته کې وويل چې؛ د شکر ځای دی چې د اشغال لمن ورټوله شوه او هېواد يې د مسلمان او مجاهد ولس په لاس بېرته له يرغلګرو واخيست او علماء کرامو ته يې ډاډ ورکړ چې ستونزې او وړانديزونه به يې له مسؤلو چارواکو سره په خپل وخت شريک کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.