د کابل ښار د اوبو مديريت پروژې د تخنيکي بيا کتنې په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ښار د اوبو مديريت پروژې د تخنيکي بيا کتنې په موخه د همغږۍ غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست د قراردادونو د تصفيې او تفکيک د کمېټې د پرېکړې پر اساس د کابل ښار د اوبو مديريت پروژې تخنيکي بيا کتنې غونډه چې په کې د اوبو او انرژۍ، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، د جيودوزي او کارتوګرافي ادارې او کابل ښاروالۍ استازو ګډون کړی و، جوړه شوه.
دا غونډه چې نن يکشنبه(جمادی الثاني۳مه/ ليندۍ ۲۶مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو، ورپسې د موضوع په اړه د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي محمد حنان حقاني معلومات وړاندې کړل.
نوموړي زياته کړه، چې له دې ناستې څخه يې هدف د يادې پروژې له جزئياتو سره د اړوندو ادارو د کارپوهانو اشنا کول دي او د نوموړي پروژې د ځانګړو شرايطو، بڼې، حجم او موقعيت په اړه يې هم معلومات ورکړل.
ورپسې د غونډې ګډونوالو د کابل ښار د اوبو مديريت پروژې په اړه خپل تخنيکي نظريات وړاندې کړل او د تخنيکي ستونزو، د پلان او طرحې مطابق يې د طرحې او تطبيق پړاونه او د هغې د حقوقي مسايلو په اړه يې بحث وکړ.
په ننۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، چې ټاکل شوې موخې ته د رسېدو لپاره دې غونډې په منظمه توګه تعقيب او د يادې پروژې د بيا کتنې لپاره دې لا زياته همغږي وشي.
غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.