د قرار داد د ورکړې خبرتیا

 

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اړوند د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د دفاع وزارت په استازیتوب د یاد وزارت د اړتیا وړ (32) قلمونو قرطاسیه باب د تدارکاتو پروژې (9 لاټ) لاندې شرکت ته چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/MoD/1402/NCB/G-009، ده؛ په قرارداد ورکړي.
لومړی لاټ: اقراء لوژستيک شرکت چې د جواز شمېره (D-34301)ده، د لښکرګاه سړک، هلمند مرکز کې موقعيت لري د پروژې ټول قيمت « 4,077,500» ( څلور ميليونه اووه سوه اوه اويا زره پنځه سوه افغانۍ).
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د ملي تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.