د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د کابل ښاروالۍ په استازيتوب په پام کې لري چې د کابل ښار د خيرخانې مينې د کوتل دوهم لاټ سرک د جوړولو پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPA/KM/1402/W-019/NCB ده؛ د الياس ويس سرک جوړونې او ساختماني شرکت ته چې د کابل ښار پنځمې ناحيې اړوند، خوشحال مېنې په 4346 شمېره کور کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت 364,517,730 (درې سوه څلورشپېته ميليونه، پنځه سوه اوولس زره اووه سوه دېرش) افغانيو په ارزښت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري؛ کولای شي د دې اعلان له نشر څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې دې د تدارکاتو د ۵۰ مادې د احکامو مطابق ملي تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ کابل - افغانستان
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده، د پورته ذکر شویو مواردو د طی مراحل کولو وروسته به قرارداد منعقد شي.