د افغانستان برېښنا شرکت اړوند پروژې د افر پرانیستې غونډه وشوه

د افغانستان برېښنا شرکت اړوند پروژې د افر پرانیستې غونډه وشوه

د چارو اداري لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د ډیزلي جنراتورونو لپاره د پرزه جاتو، فلټرباب د دریم لاټ د افر پرانيستې غونډه د ګڼ شمیر داوطلبانو او د افر پرانيستې پلاوي په شتون کې د دې ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

دا غونډه چې نن شنبه (جمادی الثاني ۲مه/ليندۍ ۲۵مه) د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د غونډه په تالار کې جوړه شوې وه، په پیل کې د چارو ادارې لوی رياست د فرمانونو، هداياتو او حکمونو د تعقيب رئيس مولوي فضل احمد حقاني، له ټولو ګډونوالو شرکتونو له استازو څخه د دوی د ګډون له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې اسلام مسلمانان د دوستۍ او فساد څخه د ځان ساتلو خوا ته را بلنه کوي.

همدا راز ښاغلي حقاني زیاته کړه اسلامي امارت له خپل ملت سره دی او همیشه يې له خپلو سوداګرو سره همکاري کړې او لا هم په دې برخه کې نورې اسانتیاوې رامنځته کوي.

په ورته وخت کې د افر پرانيستې غونډې له ګډونوالو څخه یو تن په خپلو خبرو کې وویل چې له ملي تدارکاتو څخه خوښ دي او زیاته يې کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره د افر پرانيستې غونډو کې د پام وړ شفافیت او مسلکيتوب رامنځته شوی دی.

په پای کې ښاغلي حقاني ګډونوالو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې که داوطلب شرکتونه د پروژو د افر پرانيستې په اړه هر ډول شکايتونه لري، کولی شي چې ملي تدارکاتو رياست سره يې شريک کړي، ترڅو يې د حل لپاره اقدامات وشي.