د ټولنيزو او فرهنګي چارو رئيس د خاکجبار ولسوالۍ استازو سره وليدل

د ټولنيزو او فرهنګي چارو رئيس د خاکجبار ولسوالۍ استازو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د ټولنيزو او فرهنګي چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د کابل خاکجبار ولسوالۍ له علماء کرامو، قومي مشرانو او متنفذينو سره وليدل.

په دې اړه غونډه چې نن چهارشنبه(جمادی الاولی ۲۹مه/ ليندۍ ۲۲مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه، په کې د خاکجبار ولسوالۍ د خلکو په استازيتوب مولوي نوراغا وينا وکړه او د اسلامي امارت له چارواکو يې خوښي وښوده چې د ولس ستونزو د حل په برخه کې له خپل خلکو سره دي او وړانديزونه يې په پراخه سينه اوري.

همدا راز د يادې ولسوالۍ نورو استازو هم پخپلو خبرو کې د دې ولسوالۍ په انسټيټوت، مدرسو او ښوونځيو کې د درسي موادو، مسلکي ښوونکو او ودانيو نشتوالی، له حج او اوقافو وزارت سره د ځينو جوماتونو نه ثبت کېدل او سرکونو تخريب اساسي ستونزې وبللې.

دوی وويل چې ياده ولسوالۍ پرېمانه اوبه لري چې په‌ مهارېدو سره به يې د خلکو د زراعت په برخه کې شته ستونزې له مينځه لاړې شي.

همدا راز يې د دې ولسوالۍ د کانونو د استخراج غوښتنه وکړه، تر څو له يوې خوا له کانونو عوايد ترلاسه شي او بل لور ته خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس علماء کرامو، قومي مخورو او استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل چې له تېر شل کلن جهاد وروسته، داسې حالت راغلی دی چې د ولس ستونزو ته رسېدنه کيږي او زياته يې کړه چې وړانديزونه به يې د حل په موخه د اسلامي امارت له مقاماتو سره شريک شي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوې وه، په دعا سره پای ته ورسېده.