د برېښنايي تدارکاتو سيسټم فعالولو پرانيستغونډه وشوه

د برېښنايي تدارکاتو سيسټم فعالولو پرانيستغونډه وشوه


د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د تدارکاتي چارو د لاښه والي او شفافيت په موخه د برېښنايي تدارکاتو سيسټم پرانيستغونډه نن چهارشنبه«جمادی الاول ۲۹مه/ ليندۍ ۲۲مه) د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه چې په کې د چارو ادارې لوی رياست مشرتابه، د کابينې غړو او په کابل کې د بهرنيو سفارتونو استازو ګډون کړی و.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې د ملي تدارکاتو رئيس قاري عبدالولي صديقي په مقدماتي وينا کې وويل چې په حکومتولۍ کې پرمختګونه د اسلامي امارت له لومړيتونو څخه دي او زياته يې کړه چې د ياد سيستم پرمټ به د اسلامي امارت په تدارکاتي بهير کې شفافيت، چټکتيا او اساني رامنځته شي.
همدا راز نوموړي زياته کړه چې د دې سيستم پرمټ به د چارو د اسانتيا ترڅنګ ولس ته د معلوماتو په ورکولو او د ملي پروژو څخه ډاډ تر لاسه کول د ولس د هيله مندۍ او د نظام او ولس ترمنځ د واټن کمېدلو لامل ګرځي.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې اسلام د ژوند د نورو برخو په څېر په اقتصادي برخو کې هم لازمې لارښوونې لري؛ چې اسلامي امارت د همدې شرعي لارښوونو پر بنسټ خپلې چارې پرمخ وړي.
نوموړي وويل؛ چې تر دې وړاندې د معاملاتو په برخه کې په سمه توګه پاملرنه نه کېده، خو د ياد سيستم په اړه د شريعت له اصولو سره سم دقت شوی دی او د ملي تدارکاتو په برخه کې به د دې سيسټم په مرسته اساني رامنځته شي، ټولې تدارکاتي چارې به لا رڼې ترسره شي، د اسراف مخنيوی به وشي او د پروژو په اړه به له ولس څخه هيڅ پټ نه پاتې کیږي.
د برېښنايي تدارکاتو سيسټم فعالولو په دې غونډه کې د هېواد د اقتصاد سرپرست وزير قاري دين محمد حنيف وویل په داسې حال کې چې د اسلامي امارت بوديجه له خپلو داخلي عايداتو څخه ده او هيڅ بهرنی ملاتړ نه لري؛ ګڼ شمېر لويې او وړې پروژې يې پيل کړي دي، چې په تېر کې يې مثال نه درلود.
په غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال محمد يونس مومند وویل چې د امارت تدارکاتي پروسې بشپړ شفافيت ته نږدې شوي دي او زياته يې کړه چې د ياد سيسټم په فعالولو سره به د امارت په ټولو تدارکاتي پروسو کې شفافيت رامنځته شي.
ورپسې د چارو ادراې لوی رئيس سره شيخ الحدیث مولوي نورالحق انور له لوري د يوې پروژې په پرانيستې سره د ياد سيستم پرانيسته وشوه او همدا راز د ملي تدارکاتو ریاست له لوري د چارو ادارې لوی رياست د معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس او کارمندانو ته په دې سيستم کې د همکارۍ په موخه ډالۍ ورکړل شوې.
د برېښايي تدارکاتو دا سيسټم چې د ملي تدارکاتو رياست په هڅو او د معلوماتي ټکنالوژۍ رياست په همکارۍ جوړ شوی دی، داسې یو سيسټم دی چې د اسيا په کچه په کمو هېوادونو کې استفاده کيږي، په دې سيسټم کې د تدارکاتي بهير ټولې برخې په پام کې نیول شوي دي چې له دې سره به له يوه لوري، تدارکاتي چارې اسانه او بل لور ته به په دې برخه کې روڼتيا رامنځته شي.
دا مجلس چې د خير په دعا پای ته ورسېده.